د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ افغانستان کې د خپل ماموریت له یوه کال تمدید څخه هرکلی کړی دی. بېنېټ په یوه پیغام کې د خپل ماموریت له غځولو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د وضعیت د ښه کېدو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا دوې ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د افغانستان په تړاو د دغه سازمان پرېکړهلیک تصویب شوی او له مخې یې د ریچارډ بېنېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شوی دی. افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د پرېکړهلیک د تصویب او د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د غځولو لپاره د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ۲۹ غړو هېوادونو مثبته رایه ورکړې ده.
































