په دوحه کې د ا.ا د سرپرست حکومت او د امریکایي پلاوي ترمنځ خبرو کې، د نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکو پر فعالیت خبرې شوې دي. بي بي سي پښتو د یوې معتبرې سرچینې له قوله ویلي چې وړمه ورځ په دوحه کې د اسلامي امارت او امریکايي پلاویو ترمنځ ناسته کې د بې پیلوټه الوتکو د بريدونو ترڅنګ پر سیاسي او اقتصادي مسایلو هم خبرې شوې دي. دغې سرچینې ویلي، د امریکا د سپینې ماڼۍ، د استخباراتي دستګاه، دفاع وزارت او د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره، د طالبانو په حکومت کې د سیالو بنسټونو، د استخباراتو ریاست، د دفاع وزارت او بهرنیو چارو وزارت غړو مخامخ ناسته ترسره کړې ده. سرچینې ویلي، د دوو پلاوو ترمنځ خبرو کې، د دوحې د تړون پر پلي کېدو ټینګار شوی دی.
































