د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسون وایي، چې دوی د ا.ا له سرپرست حکومت سره تعامل غوره بولي، خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني او غواړي چې دا حکومت ځینې شرطونه پوره کړي. نوموړي دغه څرګندونې له افغانستان څخه بېرته په بلجیم کې د اروپایي ټولنې مقر ته له ستنېدلو وروسته په یو لړ ټویټونو کې کړې دي. هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې له یوې سختې اونۍ تېرولو وروسته بېرته بروکسل ته ستون شوی دی. د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې هلته یې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دفتر، یو شمېر سفیرانو، د خپل دفتر همکارانو او له اېمرجنسي روغتون څخه لیدنې وکړې. ده زیاته کړې افغانستان سخت ژمي سره مخ کېدونکی دی، ملګرو ملتونو چې د ژمي لپاره یې د مرستې غوښتنه کړې، تر اوسه ۴۵ سلنه یې راټوله شوې ده. نوموړي ویلي، له ښوونځیو د نجونو راګرځول، ښځې دندو ته نه پرېښودل او د بیان ازادۍ نشتون د اروپايي ټولنې لپاره جدي اندېښنې دي. نیکلسون ویلي، یو ټولشموله سیاسي بهیر په افغانستان کې د دوامداره ثبات او د اوسني نظام په رسمیت پېژندنې لپاره اړین دي. د ده په خبره اروپايي ټولنه له سرپرست حکومت سره تعامل غوره بولي خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني او غواړي چې دا حکومت ځينې شرطونه پوره کړي. د ا.ا سرپرست حکومت تر اوسه د نوموړي د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































