د وینزویلا د پلازمېنې کاراکاس سویل ته په لا تېخېرایاس ښار کې ځمښکویدنې ۲۲ کسان وژلي او ۵۲ نور بې درکه دي. د راپورونو له مخې دې ځمکښویدنې ګڼ کورونه تر خاورو او خټو لاندې کړي دي. دا پېښه داسې مهال شوې چې د وینزویلا دا سیمې د اقلیمي بدلون پایله کې د ځانګړې هوا له کبله د سختو موسمي اورښتونو شاهدې دي. د وینزویلا مرستیاله ولسمشره دېلسي رودریګویز وايي د ژغورنې خدماتي ډلې هڅه کوي چې بې درکه کسان ژر پیدا کړي.
































