د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پر اوکراين تور پورې کړی چې ترهګري يې پيل کړې ده. د هغه دا غبرګون د کريميا پر پله د موټر بم تر چاودنې وروسته دی. پوتين د چاودنې پړه پر اوکراين ور اچولې او ويلي يې دي چې د هغه هېواد استخباراتو د روسيې د يوې مهمې زيربنا د له منځه وړلو هڅه کړې ده. هغه ويلي، په دې کې هېڅ شک نشته چې د کريميا پر پله چاودنه يو ترهګريز عمل دی او طراحان، عاملان او ګټه اخيستونکي يې د اوکراين استخبارات دي. روسيې دغه راز ويلي چې له اوکراين سره د دې چاودنې په تنظيم کې ځينو نورو هېوادونو هم مرسته کړې او په وينا يې چې د کريميا پر پله الوتی موټر بم له بلغاريا، ګرجستان، ارمنستان او ځينو نور هېوادونو تېر شوی او تر پله پورې رسېدلی دی. اوکرايني چارواکو لا د روسيې د دې ادعا په تړاو څه نه دي ويلي.
































