د پاکستان په پنجاب کې يوه ۲۲ کلن ځوان اته کسان د تبرګي په ګوزارونو سره وژلي دي. پوليسو ويلي چې د ځوان ذهني وضعيت ګډوډ و او د شپې مهال يې په کروندو کې ويده اته کسان د تبرګي په ګوزارونو سره وژلي دي. پنجاب کې د ګرمۍ له کبله ګڼ خلک د شپې په کروندو کې يا د خپلو کورونو د بامونو په سر ويده کيږي. د قتلونو دا پېښه د شنبې د شپې ناوخته داسې مهال شوې چې د کلي خلک ټول ويده وو. ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي چې قاتل پخوا د کلي ماشومانو ته د ليک لوست زده کړې ورکولې خو وروستيو کې يې ذهني وضعيت ګډوډ شوی و او خلکو د زده کړو لپاره د خپلو بچيانو ور استول بند کړي وو. دوی زياته کړې چې قاتل د قتل تر دې پېښې وړاندې ځينې کسان ټپيان کړي وو چې دوی د نارنګ تاڼې ته وسپاره خو پوليسو بېرته خوشي کړ. د نارنګ تاڼې مشر، مرستيال، محرر او درې تنه نور پرسونل د ناغېړۍ په تور نيول شوي او له دندو ګوښه شوي دي.
































