د ماشومانو د خونديتوب ادارې يا سيف ده چلډرن ويلي چې تنکي ماشومان د افغانستان د کړکېچ بار پر اوږو ګرځوي. سيف ده چيلډرن ويلي چې افغان ماشومان له ډيرېدونکو روحي او رواني فشارونو سره مخ دي. دې ادارې اټکل کړی چې افغانستان کې به څلور ميليونه او ۴۶۰ زره ماشومان او لويان رواني درملنې او ټولنيز ملاتړ ته اړتيا ولري، په داسې حال کې چې تر دې مهاله يوازې يو ميليون، ۳۰۸ زرو او ۶۶۱ تنو دغو خدمتونو ته لاسرسی موندلی دی. د سيف ده چلډرن له لوري د وړاندې شويو ارقامو پر بنسټ له څلورو افغان نجونو يوه يې پر ژور خپګان اخته شوې او په هرو دريو کې دوې بيا د عادي خپګان او غمګينۍ احساس لري. تر دې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان ويلي وو چې يوازې لس سلنه افغانان چې پر رواني ناروغيو اخته دي، روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري. دا څرګندونې د اکټوبر د لسمې يا رواني روغتيا د نړيوالې ورځې په مناسبت شوې دي.
































