سوات کې د ښوونځي پر يوه موټر بريد شوی چې له کبله يې د موټر چلوونکی وژل شوی او دوه زده کوونکي ټپيان شوي دي. بريد نن سهار شاوخوا لس بجې د سوات په چارباغ سيمه کې شوی دی. د بريد مسووليت تر دې مهاله کومې ډلې پرغاړه نه دی اخيستی. ځايي خبريالانو ويلي چې ټپي شوي زده کوونکي د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي خو د روغتيايي وضعيت په تړاو يې معلومات نه دي خپاره شوي. لس کاله مخکې د اکټوبر په نهه نېټه سوات کې پر ملالې يوسفزۍ هم ورته بريد شوی و. ملاله يوسفزۍ په بريد کې سخته ټپي شوې وه چې تر درملنې وروسته يې د نوبل د سولې جايزه وګټله.
































