د عدليې وزارت کابل کې د معاملاتو د لارښوونې ۱۴۴ دفترونه تړلي دي. د عدليې وزارت له لوري په دې تړاو خپاره شوي يوه بيان کې ويل شوي چې د تېرو دريو مياشتو په لړ کې يې د کابل ښار او ولسواليو د موټر پلورنځيو او معاملاتو د لارښوونې ۸۷۱ دفترونه ارزولي او په پايله کې يې د معاملاتو د لارښوونې ۱۴۴ هغه دفترونه تړلي چې په غير قانوني توګه يې فعاليت کاوه. بيان وايي چې د معاملاتو د لارښوونې او موټر پلورنځيو پاتې دفترونو ته يې هم د فعاليتونو د لا ښه کېدو په موخه اړينې سپارښتنې کړې دي. د عدليې وزارت په بيان کې دغه راز ويل شوي چې د ۲۷۸ عريضه ليکونکو فعاليتونه يې هم ارزولي او سرغړوونکو ته يې د هغوی د فعاليتونو د قانوني کولو سپارښتنه کړې ده. د عدليې وزارت ويلي چې دا اقدامات د معاملاتو د لارښوونې دفترونو او عريضه ليکونو د څارنې او ارزونې آمريت له لوري شوي چې نوی د عدليې وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوی او موخه يې په دې برخو کې د هغو خپلسرو او غير قانوني فعاليتونو مخنيوی دی چې د هېوادوالو د دوکه کېدو او سرګردانۍ سبب کیږي.
































