د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین پر ښارونو د روسیې د توغندیو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا د پوتین د ناقانونه جګړې بشپړ وحشت په ډاګه کوي. بایډن په یوه اعلامیه کې ویلي، امریکا په اوکراین کې د روسیې د پرون ورځې توغندیز بریدونه په کلکه غندي. د امریکا ولسمشر وویل چې دا بریدونه د اوکراین د خلکو سره د درېدلو لپاره د دوی ژمنتیا نوره هم پیاوړې کوي. بایډن دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پرون د کیېف ښار امنیه قوماندانۍ په یوه رسمي اعلامیه کې لیکلي چې، روسي توغندي د ښار په مرکزي سیمو کې د ګڼې ګوڼې پرمهال لګېدلي، ملکي خلکو ته تلفات اوښتي او عامه تاسیسات زیانمن شوي دي. د اوکراین پر ښارونو د روسیې د راکټي بریدونو سره هممهاله، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ولس ته په خپله وینا کې ویلي چې د دې بریدونو اصلي موخه د اوکراین د برېښنا تاسیسات او عام خلک دي.
































