ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به نن رایه اچونه وکړي چې د بشري حقونو په شورا کې چې ۴۷ هیوادونه یې غړي دي، د افغانستان او وینزویلا په شان هیوادونو ته چې د بشري حقونو کمزورې سابقه لري، غړیتوب ورکړي که نه. د نړۍ د اوو سیمه ایزو ډلو څه ۱۷ هیوادنه غواړي چې په دې شورا کې غړیتوب ولري خو هغه دولتونه چې د آسیا – آرام سمندر او لاتینې امریکا او کرابین کې پراته دي، د ریښتیني سیالۍ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چې مرکز یې په ژنیو کې دی د غړیتوب لپاره یې دا رایه اچونه پټه کیږي او د غړو هیوادونو استازي باید د یو هیواد د غړیتوب لپاره اکثریت رایې ورکړي. هر هغه هېواد چې غواړي د دې شورا غړي شي باید په کور دننه او د باندې د بشري حقونو د ترویج او خوندیتوب لپاره تر ټولو لوړ معیار ولري.
































