یوه نوې څېړنه ښيي چې (O+) ګروپ وینه لرونکي کسان تر نورو کم په کرونا ویروس اخته کېږي. د نیوز ویک یوه تازه خپره شوې څېړنه ښيي چې د (O+) ګروپ وینه لرونکي کسان تر نورو ډېر کم په کرونا ویروس اخته کېږي. دغه څېړنه د ۷۵۰ زره کسانو په اړه تر تحقیق وروسته خپره شوې ده. په دې کې د هغو کسانو د اخته کېدو احتمال اتلس سلنه کم دی چې د (O+) ګروپ وینه لري. همدا راز هغه کسان چې په مستقیمه توګه د کرونا ویروس له ناروغانو سره په اړیکه کې دي، که د (O+) ګروپ وینه لري نو د اخته کېدو احتمال یې له ۱۳ تر ۲۶ سلنې کم دی. څېړنه وایي چې د یاد ګروپ وینه لرونکي له همدې امله په روغتونونو کې هم کم بستري کېږي او ددې احتمال شته چې له ناروغۍ بیخي ژر ښه شي.
































