اوکراين ته د پرمختللو وسلو د ورکړې په تړاو د امريکا د ولسمشر جوبايډن تر ژمنې وروسته، روسيې خبرداری ورکړی چې د دې کار بدې پايلې به د امريکا پر غاړه وي. واشنګټن کې د روسيې سفير اناتولي انتونوف ويلي چې کیېف ته د نظامي تجهيزاتو په استولو سره متحد ايالتونه ځان د اوکراين او رسيې په جګړه کې ور ښکېلوي. هغه ويلي چې هېواد يې په اوکراين کې پروني بريدونه د هغه هېواد د ترهګريزو اقداماتو په غبرګون کې کړي او خبرداری يې ورکړی چې له کيېف سره د نظامي مرستو دوام به د روسيې او ناټو د مخامخ ټکر ګواښ لا ډير زيات کړي. انتونوف ويلی چې امريکا او متحدين يې د اوکراين په جګړه کې سرو کرښو ته ور نږدې شوي خو خبرداری يې ورکړی چې که له يادو کرښو تېر شي نو له بدو عواقبو سره به مخ شي. د روسيې دا غبرګون تر هغې وروسته دی چې امريکا د روسيې پر خلاف جګړه کې اوکراين ته د هوايي دفاع د پرمختللو وسلو د ورکړې ژمنه وکړه. امريکا دا ژمنه پر کيېف او ځينو نورو ښارونو د روسيې د پرونيو خونړيو بريدونو په ځواب کې کړې ده.
































