د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، یوازې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د نجونو د تعلیم مخه نیول شوې ده. نوموړې د نجونو د ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې لیکلي، څه باندې کال کېږي چې طا لبانو د نجونو منځني ښوونځي او لېسې تړلي دي. د وړو نجونو د ورځې په مناسبت پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د هېواد له ټولو نجونو غواړي څو په قوي اراده او نه ستړې کېدونکو هڅو زدهکړې وکړي. بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون لیکلي، په کار ده د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي او ټولو نجونو ته د برابر تعلیم زمینه برابره شي.
































