د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ ويلي چې روسيه په اوکراين کې د ماتې په حال کې ده. سټولټنبرګ پر اوکرايني پوځيانو هم غږ کړی چې پر خپلو لاسته راوړنو تمرکز وکړي. هغه دغه راز ډاډ ورکړی چې ناټو ځواکونه به د اړتيا تر بريده او تر هغې د اوکرايني پوځيانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې روسي پوځيان يې له خاورې وتلي نه وي. سټولټنبرګ پرون بروکسل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل چې ناټو د اوکراين د جګړې لوری نه دی خو ټينګار يې وکړ چې دغه سازمان د اوکراين د ځمکنۍ بشپړتيا او له ځانه د دفاع د حق ملاتړ کوي.
































