کاناډا ته په وروستيو کې ورغلي افغانان د خلکو او چارواکو د دوه ګوني او توپيري چلند له کبله له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. کاناډا کې د کډوالو د حقونو ملاتړو ويلي چې د البرټا ايالت کلګري ښار ته ورغلي زرګونه افغان کډوال له دې کبله د استوګنځيو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي چې د دوی په پرتله له اوکرايني کډوالو سره ډيره مرسته کيږي. کاناډايي رسنيو په کلګري کې د کډوالو د حقونو د يوې ملاتړې ادارې د مشرې انيلا يوون له قوله ويلي چې په خلکو کې د نژاد پرستۍ څرګندې نښې ويني او کله چې افغان کډوالو ته ترې کورونه په کرايه غواړي نو هغوی انکار کوي. هغه ويلي چې له همدې کبله لوی شمېر افغانان له مياشتو راهيسې د کلګري ښار په دوو هوټلونو کې پراته دي او ام مرستندويې ادارې لا په دې نه دي بريالۍ شوې چې هغوی ته د دايمي استوګنځايونو په برابرولو کې مرسته وکړي. دې ادعا کړې چې د کډوالو د مېشتولو لپاره ټاکل شوې فدرالي اداره هم پر اوکرايني کډوالو د افغان کډوالو په پرتله ډير پام کوي او تمرکز يې هم د هغوی پر مېشتولو دی. د يادونې وړ ده چې تېر کال کلګري ښار ته ۳۵۰۰ کډوال ورغلي چې دوه زره هغه يې افغانان دي.
































