عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۶۶۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۴۷۶۶ ته پورته شوی دی. یاد وزارت دغه راز ویلي چې په همدې موده کې پر کرونا وبا اخته ۲۰ کسان مړه شوي او ۵۲۴ نور بیا بېرته رغېدلي دي چې تر اوسه له یادې ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر ۴۷۱ او د بېرته رغېدلو هغه بیا څلور زره او ۷۲۵ ته رسېدلی دی.
































