د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي د پاکستان د سفارت شارژدافیر ته ویلي چې، کله نا کله پاکستاني چارواکي د افغانستان په اړه داسې څرګندونې کوي، چې د خواشينۍ لامل شي، چې دواړه لوري بايد ورته جدي پاملرنه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر اسد عباس د بهرنیو چارو وزارت سياسي معين شیر محمد عباس ستانکزي سره وکتل. سرچينې زياته کړې، د دې لیدنې پر مهال د بهرنیو چارو وزارت سياسي معين په پيل کې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او له پاکستان يې مننه وکړه چې له څلورو لسيزو راهیسې د ميليونونو افغانانو کوربه و. د پاکستان شارژدافیر ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره ډېر ګډ ارزښتونه او نه شلېدونکې اړیکې لري او د دواړو لوریو ترمنځ ستونزې د غلط فهمۍ له امله وي. ده همداراز وویل پاکستان د نورو په پرتله افغانانو ته په تجارتي او ورته نورو برخو کې ځانګړې اسانتیاوې برابر کړي او په دې موخه د تورخم لاره ۲۴ ساعته د سوداګريزې راکړې ورکړې پر مخ پرانیستې ده. د پاکستان سفارت شارژدافیر د افغانستان او پاکستان تر منځ د شته ستونزو د حل ژمنه کړې او د دواړو هېوادونو اړيکې رغول يې د خپل سفارت مسئولیت وباله.
































