د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې د تېرو څو کلونو په جګړو کې افغانستان ته د اوښتو زیانونو له امله باید دغه هېواد ته تاوان ورکړل شي. د راپورونو له مخې، پوتین دا څرګندونې د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د اسیا د اړیکو او باور جوړونې کنفرانس د غړو هېوادونو د مشرانو په شپږمې غونډې کې کړې دي. پوتین په دې تړاو د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نکړ او غوښتنه یې وکړه چې په بهر کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید آزادې کړل شي. پوتین همدارنګه د افغانستان اوسنی وضعیت د سیمې د مهمې امنیتي ننګونې په توګه یاد کړ او غوښتنه یې وکړه چې هېوادونه باید په ګډه د افغانستان د اقتصادي بیارغونې دپاره کار وکړي. پوتین په خپلې وینا کې، په نړیواله کچه د خوړو د کموالي او د انرژۍ د لوړه بیو ستونزې یادې کړې او ټینګار یې وکړ چې د سازمان د غړو هېوادونو مشران یې د هوارولو ګډ مسوولیت لري.
































