د ا.ا مشر ملا هبت الله اخندزاده په يوه تازه غږيز کليپ کې د ټولو هغو قوانينو او احکامو د لغوه کیدو خبر ورکړی، چې ده غیر اسلامي او غير شرعي ګڼلي دي. هبت الله آخوندزاده په دې غږيږ کلېپ کې چې د ا.ا د يو شمېر وياندويانو له لوري هم خپور شوی، زياته کړې چې په دې ېې علماوو سره ګډ کار پیل کړی او د وزارتونو او ټولو ادارو هغه قوانین څېړي، چې د شل کلن جمهوري نظام پر مهال جوړ شوي. د هغه په خبره، ډېر داسې قوانين او لوایح شته، چې د دوی له معيارونو سره سم نه دي او لغوه به شي. ملا هبت الله په خپل دغه غږیږ کلېپ کې د بشپړ اسلامي نظام د حاکمولو خبر ورکړی. نوموړي دغه راز ویلي، چې د شرعي اصولو له مخې نړيوالو سره تعامل کوي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې حکومت پر یوه وثیقه یا اساسي قانون کارکوي چې له بشپړېدو سره به یې سرپرست حکومت ختم او د قانون مطابق دایمي حکومت جوړ شي.
































