د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، ماینونه او ناچاودلې وسیلې د افغانستان خلکو ته جدي خطر پېښوي. دې کمېټې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د سږ کال له جنورۍ څخه په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودلو وسیلو د چاودنو له کبله د افغانانو مرګژوبلې په زیاتېدو دي. د دې کمېټې په وینا د ماینونو او ناچاودلو وسیلو اکثره قربانیان ماشومان دي. د سره صلیب نړیواله کمېټه د ناچاودو وسیلو پاکول د ټولو د ژوند لپاره ضروري بولي.
































