د امریکا د ګانګرس کمېټې، چې د کانګرس په ودانۍ باندې د یرغل په اړه تحقیقات کوي، د رایو په اکثریت سره د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د احضار کولو پرېکړه وکړه. دوی وايي چې ټرمپ دې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې له ماتې وروسته د ګانګرس په ودانۍ باندې د یرغل او په واک کې د خپلې بقا په اړه سپیناوی ورکړي. د دغې کمېټې مرستیالې لز چیني ویلي دي چې پلټونکی پلاوی باید د کانګرس د دغه برید د کلیدي لوبغاړو شاهدي وویني ځکه چې د هغې په خبره د ټرمپ بېلابېلو همکارانو د کمېټې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. د ټرمپ ویاند تیلر بدویچ وویل چې هغه به د دغې کمېټې د خبرو څخه ونه وېرېږي. هغه د ټرمپ د احضارولو په اړه رایه اچونه غیر امریکايي اقدام وګاڼه.
































