اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د بشري مرستو ۲۴مه جوپه یې نن افغانستان ته رسېدلې ده. اروپايي ټولنې ویلي دغه تازه مرسته چې روغتیايي تجهیزات او درمل پکې شامل دي د هوا له لارې کابل ته انتقال شوي دي. اروپايي ټولنې له افغانستان سره د همکارۍ په هدف د خپلو شریکانو د تازه مرستې څخه مننه کړې. دغه ټولنې د دې ترڅنګ ټینګار کړی دی چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي. د روغتیا نړیوال سازمان پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانستان ته د اروپايي ټولنې تازه رسېدلې طبي مرسته کې۴۱۸۵ کیلوګرامه د سینو بغل اړین درمل شامل دي. یاد سازمان ویلي چې دغه درمل به له شاوخوا ۵۰۰۰ زره ناروغانو لپاره چې درملو ته اړتیا لري مرسته وکړي.
































