د ایران په وروستیو لاریونونو کې د ایران د امنیتي ځواکونو له لوري تر اوسه پورې ۲۲۴ تنه وژل شوي دي. د بشري حقونو څارونکې ډلې نن د ایران په ټولو سیمو کې د اعتراضونو د مرګژوبلو تازه شمېر خپور کړ. يادې ډلې ويلي چې، د سنبلې له ۲۹ څخه د میزان تر ۲۱ پورې په لاریونونو کې ۲۲۴ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۲۳ یې تر اتلس کلونو کشران دي. بل پلو د بښنې نړیوال سازمان وايي، په وروستۍ میاشت کې د ایران د پراخو اعتراضونو په لړ کې د لسګونو کسانو په منځ کې لږ تر لږه ۲۳ تنه ماشومان هم وژل شوي دي.
































