د امریکا د پوځ تقاعد شوي جنرال کیت کیلاگ ویلي، د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې تر ماتې وروسته غوښتل پرته له کوم شرطه امریکایي سرتیري له افغانستانه وباسي. د امریکایي جنرال دغه څرگندونې داسې مهال دي چې ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې له افغانستانه د امریکا په وتلو نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې ده به هیڅکله هم د بگرام ستراتیژیکه اډه نه وای پرې اېښې. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کانگرس ټاکنو په نږدې کېدو سره اوس یو ځل بیا له افغانستان څخه د وتلو په برخه کې د امریکا د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو لانجو زور اخیستی دی.
































