د چين د کمونېست ګوند ۲۰م ملي کانګرس د روان ۲۰۲۲ کال د اکتوبر مياشتې په شلمه نېټه پيلېږي. په تېرو څو لسيزو په تېره بيا په تېرو لسو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ چین ډېر پرمختګونه موندلي او ډېرې لاسته راوړنې يې درلودلې چې په نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. په وروستیو کې د چين د ميډيا ګروپ خبريالې د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس له جوړېدو راهيسې د چين د پرمختګ په هکله د افغان ژورناليستانو شورا له رییس ثابت احمدزي سره مرکه وکړه. هغه وويل چې چين د کمونېست ګوند په مشرۍ په نړۍ کې د اقتصاد سرعت لرونکی هېواد ګرځېدلی او د نړيوال پرمختګ لپاره يې خپل ډېر زيار ايستلی دی.
واقعاً په تېرو لسو کلونو کې د چين حکومت د هېواد د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې او هم پرمختګونه يې موندلي دي. له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت کلني پرمختيايي انډول په سلو کې شپږ اعشاريه شپږ زياتوالی ښودلی او د نړيوال اقتصاد او پرمختګ لپاره منځني خدماتي انډول يې له دېرش سلنې څخه اوښتی چې دغه رقم په نړۍ کې لومړی ځای نيسي.
د چين د اقتصادي پرمختګ د ارزونې پر مهال ښاغلي ثابت داسې ويلي چې که څه هم چين له نورو هېوادونو سره ډېرې همکارۍ کړې، خو چين په نړۍ کې د اقتصاد له پلوه يو پر ځان بسيا هېواد دی. زما په اند د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ اقتصاد يې په تېرو څو کلونو کې زيات او چټک پرمختګ کړی او په نړۍ کې د اقتصاد سرعت لرونکی هېواد دی چې دا په نورو هېوادونو کې نه ليدل کېږي.
د چين اقتصادي پرمختګ د بنسټيزو تاسیساتو له جوړېدو سره نژدې اړيکې لري. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پینګ دې ته په اشارې ويلي چې بنستيز تاسيسات د چين په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې د ملا تير رول لوبوي. موږ دې د بنسټيزو تاسيساتو عصري سيستم جوړ کړو څو د سوسياليستي عصري هېواد د ابادۍ لپاره بنسټ پرېږدو. د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې چين د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په برخه کې چټکتيا موندلې او په ورته وخت کې يې له نورو هېوادونو سره هم ښې همکارۍ کړې دي په تېره بيا چين د افغانستان په شمول د ډېرو پرمختيایي هېوادونو د خلکو د ژوند د ښه والي او د اقتصادي پرمختګ د پرمخ بېولو لپاره ور سره ډېرې مرستې کړې دي. د بېلګې په توګه د افغانستان د باميان د سړک او له کابل څخه تر جلال اباد پورې د سړک جوړونه. چينايي تصديو د دغو سړکونو د جوړولو په برخه کې فعال او مهم رول لوبولی دی. په دې اړه ښاغلي ثابت وويل چې رښتيا هم چين د بنسټيزو تاسيساتو په رغونه کې يوه نمونه ده. چينايي تصديو په ګاونډي هېواد پاکستان کې زيات بنسټيز تاسيسات رغولي دي. که چين په افغانستان کې د اوبو د مديريت او د کانونو د استخراج په برخه کې پروژې ولري، چې دا به هم له اقتصادي بحران څخه زمونږ د هېواد د ژغورلو په ګټه وي او هم به چين په سيمه کې د امريکا له مغرضو پروژو په امان کې وي. زما په اند ځمکني دهلېز د اسيايي هېوادونو لپاره يو لوی بنسټيز تاسيسات دي، که ياد دهلېز په اسيايي هېوادونو کې اباد شي چې د افغانستان په شمول د سیمې ټول هېوادونه ترې برخمن شي.
انسانان يوازې يوه ځمکه لري او نړۍ يوه ګډه ټولنه ده. ریيس شي جين پینګ څو ځلې ويلي چې نړيواله ټولنه ورځ تر بلې د ګډ برخليک ټولنه ګرځېدلې ده. د پېچلي نړيوال اقتصادي حالت او د نړيوالو ستونزو پر وړاندې هېڅ هېواد نه شي کولی چې خپل ځان وساتي. نو چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي هڅولې او خپلو ملي ګټو ته د پاملرنې ترڅنګ يې هم د نړيوال پرمختګ لپاره خپل خدمتونه کړي دي. په دې هکله ښاغلي ثابت له خبریالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ډېرې هلې ځلې کړې او د نړيوال پرمختګ لپاره يې خپله ژمنه پوره کړې ده. د نړيوالې ټولنې د يوه غړي په توګه چين د نړۍ لپاره ډېر زيار ايستلی او هر ډول خدمات يې وړاندې کړي چې ياد خدمت د ټولې نړۍ لپاره بسنه کوي.
































