د امریکا پراختیايي پروګرام وايي چې په افغانستان کې یې د اړو کسانو لپاره ۳۰ پروژې پیل کړي دي. د هغه راپور له مخې چې پرون خپور شو، ویل شوي، د دې لپاره چې په افغانستان کې ډېر خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، ډېرې مرستې به په دې برخو کې وي. په دې راپورکې نه دي ویل شوي چې د امریکا پراختیايي پروګرام د یادو پروژو لپاره څومره پیسې ځانګړي کړي دي. دا پروګرام وايي چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي غذايي امنیت نه لري او تر نومبر پورې به نږدې ۶ میلیونه افغانان له بېړني بشري وضعیت سره مخامخ شي.
































