د افغانستان د ملي موزیم مسوولین وايي، چې واک ته د ا.ا.ا له رسېدو راهیسې دې موزیم ته تر ۱۰۰ ډير بیلابیل تاریخي اثار رواړل شوي دي. د دوی په خبره، چې په دې وروستیو کې د هېواد د ملي موزیم له لوري هڅې پیل شوي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې تاریخي اثار هېوادوالو ته د نندارې لپاره وړاندې کړي. سرچینه دغه راز وايي، چې اوس مهال د ملي موزیم لپاره د مناسب ځای نه شتون د دوی کارونه له خنډ سره مخ کړي دي او که د ملي موزیم لپاره مناسبه ودانۍ ورغول شي ډيری ستونزې به یې حل شي او ننداره کوونکي به په ښه توګه له تاریخي اثارو څخه لیدنه وکړي. د ویلو وړ ده، چې په هېواد کې د کورنيو جګړو پر مهال ډيری تاریخي اثار له هېواد څخه بهر وړل شوي، چې یو شمېر یې اوس بېرته راوړل شوي او د نورو تاریخي اثارو د راوړلو لپاره هم هڅې روانې دي.
































