د امريکا ولسمشر جوبايډن د افغانستان په ګډون له ځينو هغو هېوادونو سره د غير بشري او غير تجارتي مرستو د ځنډولو خبرداری ورکړی چې د انساني قاچاق د مخنيوي لپاره يې لازم اقدامات نه وي کړي. افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې د انساني قاچاق د مخنيوي نړيوال کنوانسيون غړيتوب واخيست خو لا يې په دې برخه کې د قناعت وړ اقدامات نه دي کړي. بايډن ويلي، له افغانستان سره به يې د هېواد غيربشري او غير تجارتي مرستې تر هغې بندې وي چې د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې لازم معيارونه پوره کړي. هغه دغه راز ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې د پام وړ مرستې وکړي او دا مرستې به په خپله ټاکي.
































