د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي پخواني سلاکار ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو نه پرانیستل کېدل، د امریکا، ملګرو ملتونو او د سیمې هېوادونو لپاره د منلو وړ نه دي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي پخواني سلاکار بارنټ روبین په یوه مرکه کې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونې په کې ښوونځيو ته له تګ نه پاتې دي او په دومره آسانۍ به نه یوازې امریکا بلکې نړۍوالې ټولنې، د افغانستان ګاونډيانو، ملګرو ملتونو او بشري بنسټونو ته د منلو وړ نه وي. بارنټ روبین چې د سیمپسټون د مرکز برحاله غړی هم دی، په افغانستان کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو پر نه پرانیستل کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
































