نن د اکتوبر ۱۶مه د خوړو نړیواله ورځ ده، په افغانستان کې تر ۱۹ میلیونو ډېر کسان کافي خواړه نه لري. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب په اړه یو ځل بیا اندېښنه ښوولې او یلي یې دي چې غذايي مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر په زیاتېدو دی. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په نړۍ کې هرکال په هرو لسو کسانو کې یو تن د ناکافي خوړو له امله په ناروغیو اخته کېږي او ناکافي خواړه کولای شي ډېرې ناروغۍ رامنځته کړي. په افغانستان کې هم په میلیونونو کسان کافي خواړه نه لري او د خوارځواکۍ په څېر د ناروغیو تر څنګ له ګڼو کړاوونو کړېږي.
































