د روسیې دفاع وزارت وایي د پخواني شوروي اتحاد د یو غړي هیواد دوو وسله والو د هغو داوطلبانو په مرکز چې په اوکراین کې د جګړې لپاره روزل کېدل، برید کړی چې ۱۱ تنه یې وژلي دي. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې برید د بیلګراد په سیمه کې شوی چې د روسیې او اوکراین تر منځ په ګډې پولې کې پروت دی. په برید کې ۱۵ تنه ټپي شوي هم دي. دفاع وزارت ویلي چې ټپي شوي کسان روغتیایي مرکزونو ته د درملنې لپاره وړل شوي او دا یې هم ویلي چې دواړه برید کوونکي په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.
































