د کولمبيا په لويديځ کې د يوې ټرافيکي پېښې له کبله لږ تر لږه ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا پېښه پرون د کولمبيا د لويديځ کالي او بندري ښار توماکو پر لویه لاره شوې ده. الجزيرې ټلويزيون په يوه راپور کې د کولمبيايي چارواکو له قوله ويلي چې په پېښه کې ۲۰ تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپيان دي. په ټپيانو کې يوه درې کلنه ماشومه او يو اته کلن ماشوم هم شامل دي. د پېښې لامل د يوه مساپر وړونکي بس د بريکونو خرابوالی ښوودل شوی او په راپورونو کې ويل شوي چې ياد بس په يوه غرنۍ او صعب العبوره سيمه کې له نورو موټرو سره جنګيدلی دی. ويل کيږي چې د ګڼې ګوڼې او لارو د کوچنيوالي له کبله ژغورونکې ډلې تر پېښې نهه ساعته وروسته سيمې ته رسېدلې دي چې د مړينې د کچې د ډيريدو لامل هم همدا ښودل شوی دی.
































