د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام ويلي چې د راتلونکي ژمي تر پايه به له ۱۵ ميليونو ډيرو افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي. په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام وياند وحيدالله اماني وايي، په دغه پلان کې يې په لرې پرتو سيمو کې د شاوخوا ۱۵۰ زره ټنو خوراکي توکو ذخيره کول هم شامل دي چې د اړتيا او لارو د بنديدو په صورت کې به ترې استفاده وشي. پنځلسو ميليونو افغانانو ته د خوراکي توکو د رسولو په تړاو د خوړو د نړيوال پروګرام دا ژمنه د اکټوبر له شپاړسمې يا د خوړو له نړيوالې ورځې سره هممهاله ده. نړۍ په داسې حال کې د خوړو نړيواله ورځ نمانځي چې د راپورونو پر بنسټ شپږ ميليونه افغانان له مطلقې قحطۍ او تر ۱۹ ميليونو ډير بيا د خوړو له کمښت سره مخ دي.
































