د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون ويلي چې د افغانستان داخلي کشمکشونه د منځنۍ اسيا هېوادونو ته هم ګواښ پېښولی شي. تر ده وړاندې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم د سيکا نړيوال کنفرانس شپږمې سرمشريزې ته ويلي وو چې که افغانستان کې کورنۍ جګړه پېښيږي نو د منځنۍ اسيا هېوادونه به هم ترې زيانمن شي. نېکلاسون په يوه ټويټ کې ويلي چې د پوتين له توطيو ډکو خبرو سره جوړ نه دی خو په دې کې ورسره همغږی دی چې د افغانستان کورنۍ جګړه د منځنۍ اسيا په ګټه نه ده. هغه دغه راز ويلي چې جګړه د افغانانو په ګټه هم نه ده. نېکلاسون تر دې وړاندې په ځلونو پر ط لبانو غږ کړی چې د تلپاتې ثبات لپاره ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د ښځو په ګډون د ټولنې د ټولو پاړکيو حقونو ته درناوی وکړي. د يادونې وړ ده چې د اسيا د تعامل او باور جوړونې يا سيکا د نړيوال کنفرانس په شپږمه سرمشريزه کې د افغانستان پر وضعيت اندېښنه وښودل شوه او د روسيې ولسمشر خو لا تور پورې کړ چې لويديځ په افغانستان کې د ځينو ډلو ملاتړ کوي چې د منځنۍ اسيا هېوادونه ناامنه کړي.
































