د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، دا ډېره دردونکې ده چې مسلکي مسوولیت کې غیر مسلکي کسان ګومارل کېږي. نوموړي د خوست شیخ زاید پوهنتون محصلینو ته ویلي، محصلین دې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د کار او دندې د پیدا کولو لپاره نه مایوسه کیږي، باید زحمت وباسي او ځان ته په حکومت کې د ننه ځای پیدا کړي. خو د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني لغمان ولایت ته په خپل سفر کې ویلي چې د هېواد تحصیلي بنسټونه په نړیوال معیار برابريږي. نوموړي ویلي، تحصیلي بنسټونه به په نړیوال معیار برابرېږي، خو په دې برخه کې د نظام ملاتړ، د استادانو هڅې او د زده کړیالانو بې حده کوښښونه کولای شي چې افغانستان له دې وضعیت څخه راوباسي.
































