د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوناما له نوې مشرې روزا اوتنبایوا سره د لیدنې پر مهال په نږدې راتلونکي کې د یوې لویې مشورتي شورا د رامنځته کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دمګړۍ د رهبرۍ شورا او د کابینې غونډه په لویو مسایلو کې د اسلامي امارت رهبرۍ ته مشورې ورکوي. په دې لیدنه کې د یوناما نوې مشرې د نجونو د زده کړو او کار ته د مېرمنو په ورستنېدو ټینګار کړی دی.
































