تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د ملتان په یوه روغتون کې د سلګونو جسدونو موندل کېدل غندلي او دا یې د پاکستان د حکومت کار بللی. دې تحریک په یوه خپره کړې اعلاميه کې ویلي چې د يادو کسانو جسدونه سلاخي شوي بیا یې غړي ترې ایستل شوي او پلورل شوي دي. اعلاميه زیاتوي چې په زرګونو پښتانه او بلوڅان له کلونو راهيسې ورکیږي او بیا له داسې برخليک سره مخامخ کیږي. اعلامیه کې هغه ګوندونه چې د داسې قضیو خلاف غږ نه اوچتوي غندل شوي او ویل شوي چې ټي ټي پي به د دې ډول اعمالو حساب له حکومت سره وکړي.
































