د قطر د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې لؤلوة راشد الخاطر په قطر کې د فرانسې له سفير جان باپټېسټ فايور سره په افغانستان کې د نړيوالو همکاريو پر پراختيا خبرې کړې دي. رسنيو په دې تړاو خپرو کړو راپورونو کې ويلي چې دواړو لورو په افغانستان کې د مدني بنسټونو د رول پر پراختيا او د مېرمنو د حقونو په تړاو ځانګړی بحث کړی دی. قطري او فرانسوي لورو دغه راز په افغانستان کې شريکو موخو ته د رسېدو او د نړيوالې همکارۍ د پراختيا لپاره پر ګډو هڅو هم ټينګار کړی دی. د يادونې وړ ده چې قطر د افغانستان له ا.ا سره پراخ تعامل لري، له همدې کبله يې رول ته له ا.ا سره د نړيوالې ټولنې د اړيکو په جوړولو کې د پام وړ ارزښت ورکول کيږي.
































