د اسيرانو د تبادلې په يوې معاملې کې اوکراين د ۱۰۸ اسيرو مېرمنو په بدل کې ۱۱۰ روسي اسيران خوشي کړي دي. د اوکرايني اسيرانو په ډله کې ۳۸ هغه اوکرايني مېرمنې هم شاملې دي چې د ازوفسټال د پولادو کارخونې په کلابندۍ کې روسيې نيولې وې. د روسيې په ازادو شويو اسيرانو کې ۳۰ تنه پوځيان او اتيا نور بیا د هغه هېواد د سوداګريزو بېړيو ماڼوګان شامل دي کيېف نيولي وو. د اوکراين د ولسمشر دفتر ويلي چې ازادې شوې اوکرايني اسيرانې پرون ماښام د زاپوريژيا ښار هغې سيمې ته ور رسېدلې دي چې د اوکراين تر ولکې لاندې دي؛ خو ځينو روس پلوو سرچينو بيا ويلي چې د اوکراين په ازادو شويو اسيرانو کې، دوو هغو اوکراين ته د ستنېدو پر ځای په روسيه کې پاتې کېدل غوره بللي دي.
































