د مايکروسافټ مشر او امريکايي ميلياردر بېل ګېټس ويلي چې د ماشومانو د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره له ط البانو سره هم خبرو ته چمتو دی. ګېټس دا خبره پرون تلګراف ورځپاڼې ته کړې ده. نوموړي ويلي چې د بېل او ملېنډا ګيټس بنسټ، چې دی يې لوی تمويلوونکی دی، هر هغه کار کوي چې د پوليو ناروغي پرې محوه شي. دغه امريکايي ميلياردر د تلګراف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له ط البانو سره په دې تړاو خبرو ته چمتو دی او که نه ويلي چې د بنسټ همکارانو يې وار له مخې د پوليو ناروغۍ د محوې د هڅو لپاره په دوحه کې له ط الب استازو سره کتلي دي. ده ويلي چې د بنديزونو له کبله يې په دې برخه کې هڅې ټکنۍ دي. د بېل ګېټس دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ په افغانستان او پاکستان کې د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د ۱.۲ ميليارده ډالرو مرستې ټټر ډبولی دی. دغه بنسټ ويلي چې په مرسته به يې ټولې هغه هڅې تمويل شي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په مخنيوي کې مرسته کولی شي.
































