د امريکا د کانګريس جمهوريپال غړي له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو په تړاو تازه څېړنو ته چمتووالی نيسي. د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې او د جمهوريپال ګوند مخکښ غړي مايکل مک کال پرون د بهرنيو چارو وزارت ته يو ليک استولی او ترې غوښتي يې دي چې له افغانستانه د وتلو په تړاو ټول اسناد وساتي. امريکايي رسنۍ وايي، که جمهوريپال ګوند راتلونکې مياشت د استازو جرګې په ضمني ټاکنو کې ډيرې څوکۍ وګټي نو له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو په تړاو به پراخې څېړنې پيل کړي. مک کانل هم په ليک کې د بهرنيو چارو وزارت ته ليکلي چې د څېړنو او پلټنو لپاره په کار کېدونکی هره پاڼه سند بايد په خوندي توګه وساتل شي. جمهوريپال ګوند تر دې وړاندې له افغانستانه د پوځيانو ايستل د بايډن ستراتيژيکه ماتې بللې وه. د دې ګوند غړو خبرداری ورکړی چې که د راتلونکې مياشتې په ضمني ټاکنو کې د استازو جرګې اکثريت وګټي نو له ولسمشر بايډن به د هغه د ډيرو پرېکړو په تړاو وضاحت وغواړي.
































