ا.ا وایي، د رهبرۍ له لار ښوونې سره سم به یې ټول ځواکونه ثبت او بایو میټریک شي. د غه څرګندونې د ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هرات د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له قومندان مولوي محمد ظریف مظفر سره په کتنه کې کړې دي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د ا.ا د ځواکونو د ثبت، بایومټریک او استخدام په اړه ویلي چې د ا.ا د مشر ملا هبت الله اخندزاده له لارښوونې سره سم ټول ځواکونه ثبت او بایومټریک کېږي او هغوی ته به د خدمت زمینه برابره شي. همدارنګه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي چې د امنیتي ځواکونو د رتبو د تثبیت کار په جریان کې دی او د اړوندو مراجعو له لوري د ټولو سویه تثبیتېږي، تر څو تحصیلي اسناد ورکړل شي.
































