امريکا او لويديځو متحدينو يې د اوکراين جګړې ته د ايراني چاوديدونکو ډرون الوتکو استول د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکه ښکاره سرغړونه بللې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې له فرانسې او انګلستان سره په ګډه يې د اوکراين جګړې ته د ايراني ډرون الوتکو د استول کېدو موضوع ارزولې او دې هوکړې ته رسېدلي دي چې دا کار د ملګرو ملتونو د پريکړه ليک خلاف عمل دی. د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۲۳۱ ګڼه پرېکړه ليک کې د اټومي فعاليتونو له کبله پر ايران ځينې بنديزونه لګولي چې له دغه هېواده د وسلو او نظامي تجهيزاتو نه انتقال هم پکې شامل دی. له دې بنديزونو سره سره ايران روسيې ته چاودېدونکې ډرون الوتکې ورکړې چې په څو مواردو کې د اوکراين په جګړه کې کارول شوې هم دي. ايران بيا دا مني چې ګنې روسيې ته د دوی له لوري ورکړل شوې ډرون دې د اوکراين په جګړه کې کارول شوې وي.
































