د استراليا حکومت له هغې پرېکړې په شا شوی چې لويديځ بيت المقدس یې د اسراييلو د پلازمينې په توګه په رسميت پېژندلی و. د استراليا د بهرنيو چارو وزيرې پيني وونګ ويلي چې د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس په رسميت پېژندنې د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د سولې هڅې ټکنۍ کړې او دغه راز يې استراليا هم له نورې نړۍ ګوښې کړې ده. پيني وونګ ويلي چې اسراييل لا هم خپل دوست هېواد ګڼي او په تل ابيب کې به خپل سفارت پرانيستی وساتي. استراليا په ۲۰۱۸ کال کې لویديځ بيت المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژاند خو ويې ويل چې خپل سفارت به تر هغې دې سيمې ته ونه لېږدوي چې د فلسطين او اسراييلو تر منځ سوله نه وي ټينګه شوې. دا پرېکړه د سکاټ مورېسن حکومت کړې وه چې سږ کال ټاکنو کې يې ماته وخوړله. د استراليا د بهرنيو چارو وزيرې د مورېسن دې پرېکړې ته د سياسي لوبې نوم اخيستی او ويلي يې دي چې موخه يې د استراليايي يهودانو د رايو ترلاسه کول وه. د يادونې وړ ده چې فلسطين او اسراييل د بيت المقدس په تړاو ژور اختلاف لري، په داسې حال کې چې فلسطين ختيځ بيت المقدس د خپل راتلونکي دولت پلازمېنه بولي، امريکا او ځينو نورو لويديځو هېوادونو لويديځ بيت المقدس د اسراييلو د پلازمينې په توګه په رسميت پېژندلی دی.
































