په چین کې د افغانستان سفارت سرپرست د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مرستيال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر رسمي تعامل، لوړه کچه راشه درشه او نورو اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي. په چين کې د افغانستان سفارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د چين د بهرنیو چارو وزارت د اسيايي څانګې له مرستیال چینک سونگ سره وکتل. سرچينې ليکلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي تعامل او لوړه کچه راشه درشه، د آمو سيند حوزې د نفتو پروژې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتصال نورو پروژو، چین ته د افغاني زعفرانو، وچو مېوو او نورو توکو واردولو او د چين په ګمرک کې اسانتياوو برابرولو، بشري او انکشافي مرستو، د کرنې په برخه کې همکارۍ، افغان محصلینو ته د سکالرشيپونو ورکولو، په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته د لنډمهاله روزنیزو ورکشاپونو برابرولو او نورو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
































