که څه هم سږ کال په ايران کې د بهرنۍ پانګونې کچه د پام وړ را ټيټه شوې، خو افغان سوداګرو پکې تر ټولو ډيره پانګونه کړې ده. د ايران د سوداګرۍ، صنعت او کانونو وزارت له لوري د خپاره شوي راپور له مخې د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په ايران کې ۲.۲ ميليارده ډالره بهرنۍ پانګونه شوې وه خو سږ کال يې په ورته موده کې کچه ۳۸۲.۴ ميليونو ډالرو ته را ټيټه شوې ده. د راپور د معلوماتو له مخې افغان پانګه والو سږ کال په ايران کې تر ټولو ډيره پانګونه کړې او ۱۴۹.۹ ميليونو ډالرو په ارزښت يې ۳۰ پروژې پيل کړې دي. دا په ايران کې سږ کال د هېوادونو په کچه تر ټولو ډيره پانګونه ده. تر افغانستان وروسته چين د ۷۵.۵ ميليونو ډالرو په پانګونې سره په دويم، ترکيه د ۴۴.۸ ميليونو ډالرو په پانګونې سره په درېيم، هند د ۳۳.۸ ميليونو ډالرو په پانګونې سره په څلورم او عربي امارات د ۲۰.۹ ميليونو ډالرو په پانګونې سره په پنځم مقام راغلي دي. افغان پانګه والو په داسې حال کې ايران ته مخه کړې چې په کور د ننه نامالوم وضعيت او بانکي محدوديتونو سوداګري سخته ځپلې او سوداګر يې نهيلي کړي دي.
































