د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وایي، په هېواد کې د اوسپنې قاچاق مخنیوی شوی او ترڅنګ به یې د اوسپنې کانونه هم د يوې رڼي پروسي له لارې داوطلبۍ ته وړاندې شي. دغه څرګندونې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د ملي اقتصاد د پياوړتیا په موخه د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو فابريکو د ملاتړ او هڅونې په پار جوړې شوې غونډې ته وکړي. نوموړي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وویل، کومه هوکړه چې له صنعتکارانو سره لاسلیک شوې، ترې وغوښتل چې عملي يې کړي. ملا برادر وايي، ا.ا پلان لري چې د شفافو پروسو له لارې د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي، څو په راتلونکي کې په هېواد کې د اوسپنې ویلې کولو فابريکې د خامو موادو له کمښت سره مخ نشي. هغه وویل، پرته له شکه چې د هېواد په اقتصادي وده کې د صنعتگرو رول ډېر مهم دی. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال زياته کړه، د نړۍ د پرمختللو هېوادونو اقتصادي وده له صنعتي فعاليتونو پيل شوې او د صنعتي کېدو لپاره يې د کلونو کلونو اورد سفر کړی دی. برادر وايي، افغانستان به هم دغه مزل به کامیابی ترسره کړي او په راتلونکي کې به یو بیاوری اقتصاد ولري.
































