ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې بېلابېلو ادارو چې د بشري چارو په برخه کې مرسته کوي، روان میلادي کال له ۲۵ میلیونه کسانو ته یو نه یو ډول بشري مرستې رسولې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، دا مرستې کافي نهدي او ولسونه د ژوندي پاتې کېدو لپاره د ملاتړ څو پړاوونو ته اړتیا لري. د دې ادارې په خبره له نړیوالو د غوښتل شوې بشري مرستې ۲ اعشاریه ۴۲ میلیارد ډالره لا هم نهدي ورکړل شوي. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه چې روانه اونۍ یې په افغانستان کې د فعالیتونو ۴۰ کاله پوره شول وايي، په پام کې لري، په کلیوالو سیمو کې د بسیاینې لپاره د خلکو ملاتړ پراخ کړي.
































