ټاکل شوې سبا پنجښنبه د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو پر مسلې بحث وشي. په ملګرو ملتو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق ویلي چې، د غونډې برخهوال به د ښځو او نجونو وضعیت وارزوي او د حل پر لارو چارو به يې بحث وکړي. د ا.ا د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو رعایتول دي. د بشري حقونو څار سازمان کې د ښځو د برخې مشرې هېدر بار ویلي چې دا مناظره په افغانستان کې د ښځو او نجونو بېوزله وضعیت ته د نړیوالو د پام اړولو لپاره یو ښه فرصت دی.
































